د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د مارټر ګولې ۷ ښځې ژوبلې کړې دي


په وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي ـ پخوانی انځور.
په وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په مارټر ګولې (هاوان مرمۍ) کې اووه ښځې ژوبلې شوې دي.

په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي، چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې هغه مېرمنې د مکین بازۍ کلي غره ته د لرګو ټولولو لپاره تللې وې، چې د مارټر ګولې ښکار شوې.

نوموړي زياته کړه، په سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید شوی وواو پوځ ځوابي ډزې کولې چې د مارټر ګوله په غره کې هغو ښځو ته نېږدې پرېوته.

خو له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی استازی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ تور پورې کړی چې په مکین کې امنیتي ځواکونو پر ښځو ډزې کړې دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر اېکس پاڼه لیکلی چې دا د خلکو پر وړاندې د ریاست بې غوري څرګندوي.

داوړ د پېښې د پلټنې او په دې کې د ککړو کسانو پر وړاندې د اقدام غوښتنه هم کړې ده.

ژوبل ښځې د رزمک روغتون ته وړل شوي او درملنه یې روانه ده.

په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې پکې د حکومتي سرتېرو او وسلوالو ترڅنګ عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې له تاڼې سره نېږدې پر يو پوځي مرکز په برید کې ۲۳ سرتېري ووژل شول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د هغه برید ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG