د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په غزه کې د اوربند لپاره وړاندې شوی پرېکړه لیک له حقیقته ليرې بللی دی


د ډېسېمبر پر اتمه په نیویارک کې د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ګډونوال.
د ډېسېمبر پر اتمه په نیویارک کې د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ګډونوال.

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه قرارداد ویټو کړ، چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمینځ په سخته جګړه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

واشنګټن د ډېسېمبر پر اتمه په دې توګه د سمدستي اوربند لپاره د مخ په زیاتیدونکي هغه غږ مخه ونیوله چې مشري یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او عرب هیوادونو کوله.

د امریکا سفیر رابرټ ووډ وویل چې دا پریکړه لیک "له حقیقته لرې دی " او "په ځمکه به یې یوه ستنه هم په حرکت کې نه وي راوستې."

هغه د قرارداد پر ملاتړ کوونکو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې دا کار یې په بیړه کې کړی او د غير مشروط اوربند غوښتنه يې پر ځای پرېښودلې ده.

ګوتیریش وروسته له هغې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه بللې وه چې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په غزه کې د څو اونیوو د جګړې له امله تر ۱۷۴۸۷ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د متحده عربي اماراتو استازي چې د قرارداد مرسته یې کوله، ویلي چې هېواد یې د قرارداد په ویټو کېدو ډیر خوابدی دی. نوموړي زیاته کړه چې له بده مرغه دا شورا نه شي کولی د بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړي."

د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه، واشنګټن کولی شي هر پریکړه لیک ویټو کړي. په داسې حال کې چې بریتانیا هم د شورا غړیتوب لري، د رایې ورکولو څخه یې ډډه وکړه، او ۱۳ نورو غړو یې په حق کې رایه ورکړه.

اسراییلو د واشنګټن د ویټو ستاینه کړې او په ملګرو ملتونو کې د دې هیواد استازي ګیلاد ایردان د امریکا او ولسمشر بایډن څخه مننه وکړه چې ورسره په څنګ کې ولاړ دي.

تر رای اچونې مخکې، د ملګرو ملتونو ستر سکرتر انتونیو ګوتیریش وویل چې د حماس کړی وحشت هیڅکله د فلسطین د خلکو د ډله ییز مجازات (سزا) نشي توجیه کولی.

په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق د امنیت شورا له پینځو دایمي غړو (امریکا، چین، فرانسې، روسیې او انګلستان) څخه هر یوه ته اجازه ورکوي چې خپل نفوذ وساتي او د پرېکړه لیکونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG