د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلې روانه میاشت سیالۍ لري


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي د ملي سرود ویلو پر مهال - پخوانی انځور.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي د ملي سرود ویلو پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې ملي لوبډله د روانې ډېسېمبر میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له عربي متحده اماراتو سره سیالۍ لري.

په دې لوبلړۍ کې دوه نارسمي یو ورځنۍ او درې ۲۰ اووره سیالۍ شاملې دي.

دا سیالۍ د ډېسېمبر پر ۲۵مه پیلېږي او د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ تر دویمې به روانې وي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله د ډېسېمبر په ۲۵مه او ۲۷مه نېټه لومړۍ له اماراتو سره دوه تمریناتي یو ورځنۍ یا ۵۰ اووره سیالۍ وکړي او بیا به د ډېسېمبر پر ۲۹مه، ۳۱مه او د جنورۍ پر دویمه نېټه ۲۰ اووره سیالۍ ترسره کړي.

کرکټ بورډ وايي، هغه سیالۍ د هغه هوکړه لیک له مخې کېږي چې تېر کال د افغانستان کرکټ بورډ او متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارې ترمینځ لاسلیک شوی وو.

روان کال د دواړو هېوادونو ترمینځ د ۲۰ اووره سیالیو لومړنۍ لوبلړۍ افغانستان ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG