د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې وسله والو يو پوځي وژلی، ۲ یې ژوبل کړي


د پاکستانيوو ځواکونو ګاډي - انځور له ارشیفه
د پاکستانيوو ځواکونو ګاډي - انځور له ارشیفه

د بر جنوبي وزيرستان پولیسو او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې هلته د وسله والو په برید کې یو پوځي وژل شوی او دوه نور ټپي شوي دي.

دوی وايي، بريد د دیسمبر پر پينځمه سهار د سره روغې تحصيل پر ځنګل ټاپ پوځي پوستې باندې وشو.

ناقانونه وسلوالې ډلې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بريد ذمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان د ډزو د تبادلې پر مهال وسلوالو طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG