د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وایي په شام کې يې د هېواد پر ګټو شویو حملو ته ځواب ورکوي 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پخوانی انځور.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پخوانی انځور.

ایراني چارواکي وايي هېواد به یې په شام کې يې پر ملي ګټو شویو حملو ته ځواب ورکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني تېره اوونۍ په شام کې د اسرايل لخوا د انقلاب ساتونکي ځواک د وژل شويو دوو سرتېرو په اړه د شوې پوښتنې ځوابولې. هغه د دیسمبر پر څلورمه وويل چې په شام کې د ايران د ګټو او سلاکاره ځواکونو پرضد پورته شوی هېڅ یو ګام به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران دولتي رسنيو د دیسمبر پر دويمه نېټه ويلي وو چې په شام کې د اسرايل په حمله کې د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک دوه سرتېري چې هلته يې د پوځي سلاکارانو په توګه کار کاوه، وژل شوي دي. تر اوسه اسرايلو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG