د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انګور اډه کې پرلت نن پر ۲۰مه ورځ هم دوام لري


د ډیسمبر پر لومړۍ د انګور اډې خلک د سیمې په لوی سړک احتجاجي لاریون کوي.
د ډیسمبر پر لومړۍ د انګور اډې خلک د سیمې په لوی سړک احتجاجي لاریون کوي.

د جنوبي وزيرستان د انګور اډې د خلکو پرلت له ۲۰ ورځو راهیسې دوام لري.

د پرلت يو مشر محب وزير د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې چارواکو د سیمې د خلکو پرمخ په انګور اډه کې د تګ راتګ په لړ کې مشکلات جوړ کړي دي.

احتجاج کونکي ۱۸ غوښتنې لري چې د انټرنيټ او موبایل سرویس د بحالۍ تر څنګ پکې دا غوښتنه هم شامله ده چې ځايي خلکو ته دې پر انګور اډه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم شي.

پرلتوالو د احتجاج په توګه د انګور اډې بازار او مرکزي لاره تړلې ده.

د کوز جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د انګور اډې پر دروازه د تګ راتګ په لړ کې یې د سیمې اوسېدونکو ته اسانتیاوې ورکړې دي.

هلته په چمن کې هم له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پر ضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت روان دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د پخوا په څېر د چمن او سپين بولدک پر لار خلکو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دا پرلت تر هغې وروسته پیل شوی چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هم هغې نېټې څخه به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG