د لاسرسي ځای

تازه خبر

 فېنلینډ د ۲ اوونیو لپاره له روسیې سره خپله ټوله پوله تړي


د نومبر پر ۲۳ په شمالي فېنلینډ کې سرتېري ورغلي کډوال له پولې اړوي.
د نومبر پر ۲۳ په شمالي فېنلینډ کې سرتېري ورغلي کډوال له پولې اړوي.

فېنلینډ وایي د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره د راتلونکو دوو اوونیو لپاره له روسیې سره خپله ټوله پوله تړي.

هېلسېنکي د نومبر پر ۲۸مه په یو بیان کې وویل چې هغه سرحد د نومبر پر ۲۹مه شپې مهال تړي او یوازې به ورباندې د مالونو د لېږد اجازه وي.

فېنلینډ وایي چې پناه غوښتونکي هغه هېواد ته د بې ثباتۍ پیدا کولو لپاره پولې ته لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې فېنلینډ تېره اوونۍ له روسیې څخه د مسافرانو لپاره د خپلې یوې سرحدي لارې پرته نورې ټولې لارې وتړلې. دا له روسیې سره د فېنلینډ په ۱،۳۴۰ کېلومیټره اوږده پوله کې تر ټولو شمالي لاره ده.

په بیان کې ویل شوي چې ټوله پوله به د ډېسېمبر تر ۱۳مې پورې تړلې وي او زیاتوي چې په دې موده کې به دا امکان نه وي چې خلک له روسیې سره پر پوله د فېنلینډ چارواکو ته د پناه غوښتنلیکونه وسپاري.

په وروستیو کې د فېنلینډ پر ختیزه پوله د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی. هېلسېنکي تور پورې کوي چې د دې لامل دا دی چې روسیې په ناټو د فېنلینډ تر ورګډېدو وروسته په سرحدي پروټوکول کې بدلون کړی دی. خو مسکو دا تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG