د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د يوې اونۍ لپاره په غونډو بندیز ولګول شو


په پېښور کې پولیس - انځور له ارشیفه
په پېښور کې پولیس - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا چارواکو په پېښور کې د امنيت لپاره په جلسو او غونډو د ۷ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.

د پېښور کمېشنرۍ انتظامیې د نومبر پر ۲۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې ضلع کې یې د قانون ۱۴۴مه ماده لګولې ده. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د انتظامیې له اجازې پرته جلسې جلوسونه نشي کولی، په مظاهرو او له پينځوو کسانو څخه د زیاتو په ټولېدو بنديز دی.

همدا رنګه د وسلو ګرځول، د ګاډو تورې ښیښې او هوايي ډزې هم منع کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG