د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې په ناټو د سویډن ګډېدو پر غوښتنلیک رایه اچونه ځنډولې ده


د ترکیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمېشن د ولسمشر رجب طیب اردغان د واکمن ګوند په کنټرول کې دی.
د ترکیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمېشن د ولسمشر رجب طیب اردغان د واکمن ګوند په کنټرول کې دی.

د ترکیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمېشن په ناټو اېتلاف د سویډن د ورګډېدو پر غوښتنلیک رایه اچونه ځنډولې ده.

د ترکیې له خوا د نومبر پر ۱۶مه اخیستل شوی دا ګام د سویډن هېواد هغه هیلې له خنډ سره مخامخوي چې له یو نیم کال راهیسې په ناټو د ورګډېدو منتظر دی.

د کمېشن مشر فواد اوکتای د نومبر پر ۱۶مه وویل چې پر دې موضوع نورې خبرې کوي او کېدای شي چې په دې اړه قانوني مسوده راتلونکې اوونۍ بیا په اجنډا کې ورشامله کړي خو هغه کره نېټه و نه ښوده.

د ترکیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمېشن د ولسمشر رجب طیب اردغان د واکمن ګوند په کنټرول کې دی.

ولسمشر اردغان په هم دې نومبر میاشت کې ویلي ول چې هغه به په ناټو د سویډن د ورګډېدو په بهیر کې د اسانتیاوو پیدا کولو هڅه وکړي خو زیاته یې کړه چې هغه هېواد تر اوسه د کرد وسلوالو پرضد کافي اقدامات نه دي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG