د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام: اسټرالیا جنوبي افريقا ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته ووتله


د اسټراليا کرکټ لوبغاړي د نومبر پر ۱۶مه د جنوبي افريقا د لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشحالي لمانځي.
د اسټراليا کرکټ لوبغاړي د نومبر پر ۱۶مه د جنوبي افريقا د لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشحالي لمانځي.

د اسټراليا لوبډلې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړیوال جام په دويم سېمي فاينل يا نيمه پايلوبه کې جنوبي افريقا ته په درو وېکټو ماتې ورکړه.

د نومبر پر ۱۶مه د کلکتې په عدن باغونو یا ګارډنز لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پيل شوه چې پکې پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړی یې د بېټينګ پرېکړه وکړه.

خو جنوبي افریقايي لوبډله د بیټرانو ژر، ژر سوځېدو له کبله له پیل راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ شوه. په ۱۲م اوور کې د هغې لوبډلې څلورم لوبغاړی هم وسوځېد او مجموعي منډې یې ۲۴ وې. تر هغې وروسته هېنرېک کلاسن او ډېوېډ مېلر بیټېنګ ته دوام ورکړ او ټولې منډې یې چې ۱۱۹ ته ورسولې نو کلاسن په ۴۷ منډو وسوځېد.

مېلر خپلې توپوهنې ته دوام ورکړ او په ۴۸م اوور کې په ۱۰۱ منډو وسوځېد. د جنوبي افریقا ټوله لوبډله په ۵۰م اوور کې په ۲۱۲ منډو وسوځېده.

د اسټرالیا مېچل سټارک او پیټ کمېنز درې، درې او جاش هیزلووډ او ټرېوېس هېډ دوه، دوه جنوبي افریقايي لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې که څه هم د اسټراليا لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې ډېر ښه و نه ځلېدل، خو بيا يې هم د جنوبي افريقا هدف په ۴۸م اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د نړيوال جام پايلوبې ته ووتله.

د اسټراليا ټرېوېس هېډ ۶۲ او سټېوېن سميت ۳۰ منډې وکړې.

د جنوبي افريقا تبرېز شمسي او جېرالډ کوټڅییه دوه، دوه اسټراليايي لوبغاړي وسوځول.

د اسټراليا ټرېوېس هېډ د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۵مه په ممبۍ کې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې هند نيو زيلينډ ته په ۷۰ منډو ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې ۱۰ لوبډلو پکې ګډون وکړ.

په لومړي پړاو کې هرې لوبډلې له نورو لوبډلو سره سیالي وکړه او په پای کې د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې ته ووتلې.

د نړيوال جام پايلوبه د نومبر پر ۱۹مه د ګجرات ایالت په احمد اباد کې د هند او اسټراليا لوبډلو ترمینځ کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG