د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین خپل ولس ته د روسيې لخوا د بريدونه خبرداری ورکړی


د روسيې لخوا د اوکراین سيليدوف سيمه کې تر بمبارۍ وروسته ويجاړې شوې ودانۍ. پخوانۍ انځور
د روسيې لخوا د اوکراین سيليدوف سيمه کې تر بمبارۍ وروسته ويجاړې شوې ودانۍ. پخوانۍ انځور

د نومبر پر ۱۴مه د اوکراین پر ټوله خاوره د هوایي برید خبرداری ورکړل شو.

چارواکو له خلکو وغوښتل چې د روسیې د هوایي فعالیتونو د راپورونو پرمهال له هوایي بریدونو د ژغورنې پناه ځایونو ته ولاړ شی. د اوکراین هوايي ځواک په یو بیان کې وويل چې د روسیې د هوايي ځواکونو ميګ ۳۱ کې (MiG-31K) جنګي الوتکې د دوی له اډو څخه الوتي او په ټول هېواد کې د توغندیو د بریدونو خطر شته.

د اوکراين د هوايي ځواک دا بیان، چې نور تفصيل یې نه دی ورکړی، وروسته له هغه راغلی چې د نومبر پر ۱۴مه د اوکراین د دنیپروپېتروسک سيمې په جنوبي ښار نیکوپول کې د روسیې د درېیو بې پیلوټه الوتکو په بريد کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او یو بل ټپي شو.

دنیپروپېتروسک د اوکراین یوه له هغو سیمو څخه ده چې په پرله پسې ډول د روسیې د بریدونو ښکار کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG