د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د کانګو وایرس له وجې یو بل کس مړ شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په بلوچستان کې د کانګو وایرس له کبله یو بل ناروغ مړ شوی دی چې ورسره په یاده صوبه کې یوازې په یوه اوونۍ کې د کانګو له وجې د وژلو شویو کسانو شمېره دوو ته پورته شوې ده.

د کوټې د سېول روغتون چارواکي وايي چې د یاد روغتون یو کارکوونکي غفار اڅکزي د کراچۍ په یوه روغتون کې سا ورکړې ده. نوموړی د نومبر په نهمه نېټه د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوی وو.

د دوی په وینا، دا وخت هم په دې ناروغۍ اخته ۱۶ کسان د کراچۍ په بېلا بېلو روغتونونو کې داخل دي. د بلوچستان د روغتیا ادارې د ویاند وسیم بېګ په وینا په دغو ۱۶ کسانو کې ۹ ډاکټران، ۶ طبي عمله او یوه نرسه ده.

دا له هغې وروسته ده چې د نومبر پر درېمه د کوټې تر ټولو لوی سېول روغتون کې د کانګو وایرس یو ناروغ داخل شوی وو چې ورسره هلته دا ناروغي خپره شوه.

د بلوچستان نګران اعلا وزیر علي مردان ډومکي د کانګو له وجې د غفار اڅکزي پر مړینه د خپګان څرګندونه کړېده. خو بل پلو، د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر عارف خان د نومبر په ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د کوټې په سرکاري روغتونونو کې نه لېبارټرۍ شته او نه هم نورې اسانتیاوې چې د کانګو بیمارانو درملنه په سمه توګه وشي.

خو د بلوچستان د نګران حکومت د روغتیا وزیر ډاکټر امیر محمد جوګیزي د نومبر په ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د کراچۍ په روغتونونو کې د کانګو وایرس د بیمارانو درملنه په سمه توګه کېږي نو ځکه یې هلته استوي خو د نوموړي په وینا د دې ټوله خرچه د بلوچستان حکومت برداشتوي.

د صوبې صحت چارواکي وايي چې د کانګو وایرس له وجې سږکال په دې صوبه کې تر ۱۸ زیات کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې هر کال د کانګو ناروغي ګڼ شمېر خلک وژني. هغه ناروغي د لوی اختر په ورځو کې د څارویو منډیانو د لګېدو سره زیاته وي خو په عادي وختونو کې هم خلکو ته زیانونه اړوي.

د ډاکټرانو په وينا د کانګو وايرس نښو کې سخته تبه، د مرۍ درد، د پوزې بهېدل، د ملا او نورو هډوکو درد شامل دي.

د دې تر څنګ د مخ او سترګو سوروالی، پر بدن د سرو داغونو څرګندېدل هم د کانګو ویروس نښې دي. ډاکټران وایي، کله چې د کانګو ویروس موجود وي، د ناروغ سپينه وینه (پلیټلیټونه) کمېږي، د تبې سره د نارغیو پرضد د وجود مدافع نظام کمزوری کیږي او د انسان د بدن پوزه خوله او غوږونو څخه وینه بهیږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG