د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي اسراییل د غزې په ځینو برخو کې په جګړه کې پر وقفو سلا شوی دی


فلسطینیان د نومبر پر نهمه د غزې له شمالي برخو د جنوب پر لوري روان دي.
فلسطینیان د نومبر پر نهمه د غزې له شمالي برخو د جنوب پر لوري روان دي.

امریکا ویلي، اسراییل پر دې سلا شوی دی چې هره ورځ تر څلورو ساعتونو د غزې په ځینو برخو کې پوځي عملیات ودروي خو په جګړه کې د نرمۍ څه نښې نه شته.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان کربي د نومبر پر نهمه ویلي په پوځي عملیاتو کې هغه وقفه به خلکو ته زمینه برابره کړي چې د دوو بشري دهلېزونو له لارې وځي او د برمته شویو د خوشې کولو لپاره هم کارېدای شي.

نوموړي دا خورا د پام وړ لومړي اقدامات بللي دي خو د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې که کومه وقفه کېږي نو کله به یو ځای او کله به بل ځای وي. د اسراییلو حکومت داراز د وقفو د تکرار د پلان رسمي تصدیق نه دی کړی.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره وسلواله ډله بولي، د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو حملې کړې وې چې پکې د اسراییلي حکومت په وینا، تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د دې په غبرګون کې اسراییلو د غزې پر تړانګې ځوابي حملې پیل کړې او له هغه وخت راهیسې یې له حماس سره جګړه هم دوام لري. په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د نومبر پر اتمه وویل چې د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۰،۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG