د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلینډ نېدرلینډز ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړه


د انګلستان لوبغاړي د نومبر پر اتمه د نېدرلینډز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي.
د انګلستان لوبغاړي د نومبر پر اتمه د نېدرلینډز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي.

د کرکټ ۵۰ اوورنو نړیوال جام په سياليو کې د انګلستان (انګلینډ) لوبډلې نېدرلینډز (هالینډ) ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړې.

د پونا په لوبغالي کې د نومبر اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر يوه نيمه او د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د انګلینډ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې وکړې. د انګلینډ بېن سټوکس ۱۰۸، ډېوېډ ملان ۸۷ او کرېس ووکس ۵۱ منډې وکړې.

د نېدرلینډز بس ډې لېډې درې، او آرین دت او لوګان فن بېک دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د نېدرلینډز د لوبډلې دوه بیټران ژر وسوځېدل او بیا درېیم یې پر ۶۸ مجموعي منډو، څلورم په ۹۰ او پینځم پر ۱۰۴ منډو وسوځېد.

تر دې وروسته سکاټ اېډورډز او تېیا نېدامنورو چټکه لوبه وکړه خو اېډورډز تر ۳۸ منډو کولو وسوځېد. د نېدرلینډز ټول لوبغاړي په ۳۸م اوور کې په ۱۷۹ منډو وسوځېدل. له اېډورډز پرته د نېدرلینډز تېدامنورو ۴۱، وېسلې برېسي ۳۷ او سېبراند اېنګلبرېښت ۳۳ منډې وکړې.

د انګلستان عادل رشید او معین علي درې، درې او ډېوېډ وېلي دوه هالینډي لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې د نومبر پر اوومه اسټرالیا افغانستان ته په درو وېکټو ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی بیټېنګ وکړ او مقابل لوري ته یې د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د اسټرالیا اووه لوبغاړي په ۹۱ منډو وسوځېدل او هغه مهال ښکارېده چې سیالي به افغانستان وګټي خو د هغوی د یو لوبغاړي ګلېن میکسوېل د ښه توپوهنې او د پیټ کمېنز ورسره د ملګرتیا له کبله اسټرالیا هدف پوره کړ.

مېکوسویل غبرګه سلیزه یا ډبل سینچري ووهله او په دې توګه اسټرالیا تر هند او جنوبي افریقا وروسته درېیم هېواد شو چې د سږني ورلډ کپ نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله.

د نړیوال جام د پاتې سیالیو پر اساس به پرېکړه کېږي چې کوم هېواد نیمه پایلوبې ته لاره مومي.

د کرکټ د نړیوالې شورا له درجه بندۍ سره سم، نیو زیلینډ پر څلورم، پاکستان پر پینځم او افغانستان پر شپږم مقام دي چې درېواړه لوبډلې نیمه پایلوبې ته د وتلو زیات چانس یا امکان لري.

د نومبر پر نهمه نیو زیلینډ او سري لنکا یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې د بنګلور په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

په هند کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له پینځمې پيل شوي او د نومبر پر ۱۹مه یې پایلوبه کېږي. په هغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلو برخه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG