د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييلي وزیراعظم وايي تر جګړې وروسته به د غزې امنیت کنټرولوي


بنیامين نتنیاهو. پخوانی انځور
بنیامين نتنیاهو. پخوانی انځور

اسراییلي وزیراعظم بینیامین نتنیاهو ویلي چې له حماس سره تر جګړې وروسته به يې هېواد تر نامعلومې مودې پورې د غزې د ټول امنیت ذمه واري اخلي.

نتنیاهو دا څرګندونې د نومبر پر شپږمه له امريکايي تلویزون اې بي سي نیوز سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې په هغو سیمو د کنټرول په اړه هم واضحه اشاره ورکړې چې پکې ۲۳ لکه فلسطینیان ژوند کوي.

بلخوا د غزې د روغتیا وزارت وایي چې د اسراییل او حماس ترمينځ روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۰،۰۰۰ څخه اوښتی دی چې پکې شاوخوا ۴،۰۰۰ ماشومان او ۲،۶۴۰ ښځې دي.

اسراییلي وزیراعظم بینیامین نتنیاهو ویلي چې له حماس سره تر جګړې وروسته به يې هېواد تر نامعلومې مودې پورې د غزې د ټول امنیت ذمه واري اخلي. نوموړي دا مهال په روانه جګړه کې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو په خاطر د لږ لږ وخت لپاره پر اوربند هم رضا مندي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسراييليو ځواکونو د حماس ډلې وسلوالو پرضد عمليات تېز کړي دي او د نومبر پر لومړۍ نېټه يې د فلسطين پر هغې محاصره شوې سيمې د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بمباري کړې ده. د اسراييلو دا بریدونه د حماس ډلې د هغو بریدونو په غبرګون کې دي چې د اسراييلو په جنوبي سیمو کې یې تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG