د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي د اټومي وسلې وړونکي بیلېسټېک توغندي ازموینه یې کړې ده


د روسیې د دفاع وزارت د نومبر پر پینځمه د ازموینې دا انځور خپور کړی دی چې پکې ښکاري چې توغندی له اوبتله ویشتل شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د نومبر پر پینځمه د ازموینې دا انځور خپور کړی دی چې پکې ښکاري چې توغندی له اوبتله ویشتل شوی دی.

روسیې ویلي دي چې له خپل یوه اوبتله یې د اټومي وسلو وړونکي بین البراعظمي بیلېسټېک توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د نومبر پر پینځمه په بیان کې وویل چې د بولاوا په نوم توغندی یې "د پاچا الېکساندر درېیم په نوم له اوبتله توغولی دی."

د وزارت په وینا، بولاوا سمندري بین البراعظمي بیلېسټېک توغندی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اټومي وسلو پر ازموینو د بندیز له مهمې موافقې څخه تر وتلو وروسته د اټومي وسلو په اړه لفاظي او بیانونه زیات کړي دي.

وزارت ویلي دي چې بولاوا توغندی یې د روسیې په شمال لویدیځ کې د سپین سمندرګي له ساحله زرګونه کېلومیټره لیرې په ختیځ کې په کمچاتکا ټاپووزمه کې د هدف پر لوري ویشتی دی.

د رسنیو په وینا، بولاوا توغندی ۱۲ میټره اوږد دی چې څه باندې ۸،۰۰۰ کېلومیټره لیرې هدف ویشتلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG