د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال کپ: نیو زیلېنډ پاکستان ته د ۴۰۲ منډو هدف ټاکلی


د نومبر پر څلورمه د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ په بنګلور کې لوبغالي کې د لوبې په مهال.
د نومبر پر څلورمه د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ په بنګلور کې لوبغالي کې د لوبې په مهال.

کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې نیوز یلېنډ پاکستان ته د لوبې ګټلو لپاره ۴۰۲ منډو هدف ورکړی دی.

د نومبر پر څلورمه د هند په بنګلور لوبغالي کې پاکستان ټاس یا پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. نیو زیلېنډ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۱ منډې جوړې کړې.

د نیو زیلېنډ توپ وهونکي راچین رویندر په ۹۴ بالونو ۱۰۸ منډې او کین ولیمسن ۹۵ رنزونه وکړل.

د پاکستان په بالرانو کې محمد وسیم درې او حارث روف، حسن علي او افتخار احمد یو یو لوبغاړی وسوځول.

د کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې دویمه لوبه د انګلېنډ او اسټرالیا ترمینځ د هند په احمداباد کې روانه ده. په هغې سیالۍ کې انګلېنډ پچه ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.

د نومبر درېمې په لوبه کې د افغانستان لوبډلې د نېدرلینډز (هالینډ) ټیم ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلېنډ پر څلورم مقام دی. د افغانستان لوبډله پر پینځم او پاکستان پر شپږم ځای ده.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG