د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیپال کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د نیپال په جاجرکوټ کې د زلزلې له وجې زیات کورونه نړېدلي دي.
د نیپال په جاجرکوټ کې د زلزلې له وجې زیات کورونه نړېدلي دي.

په نیپال کې د نومبر درېیمې او څلورمې په منځنۍ شپه یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱۲۸ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکیو اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې د نیپال په شمال لویدیځ کې یې له ډېرو سیمو سره اړیکې پرې شوې دي او ویره ده چې د مړو شمېره زیاته شي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې زلزله د رېکټر په کچه پنځه اعشاریه درې درجې وه.

د نیپال د زلزلې د څارنې او څېړنو ملي مرکز ویلي چې د زلزلې مرکز په جاجرکوټ کې وو چې د نیپال له پلازمینې کټمنډو څخه شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره لرې په شمال ختیځ کې پروت دی.

چارواکي وايي چې په جاجرکوټ ولسوالۍ کې چې د زلزلې مرکز وو، د ۹۲ کسانو د وژل کېدو او ۵۵ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی. هم دغه شان زلزلې په ګاونډ رکم ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژلي، ګڼ کورونه یې نړولي او لږ تر لږه ۸۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د نیپالګنج ښار په سیمه يیز روغتون کې له ۱۰۰ څخه ډېر بسترونه چمتو شوي او د ډاکټرانو ډلې د ټپیانو سره د مرستې لپاره ولاړې دي.

د یادونې وړ ده چې د نیپال په غرنیو سیمو کې د زلزلو راتګ د معمول خبره ده. په ۲۰۱۵م کال کې د اووه اعشاریه اته درجې زلزلې شاوخوا نهه زره کسان وژلي وو او او شاوخوا یو ملیون ودانۍ یې زیانمنې کړی وی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG