د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د اسراییلو او حماس په شخړه کې د لنډمهاله وقفو لارې چارې لټوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د نومبر پر درېيمه تل ابیب ته رسېدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د نومبر پر درېيمه تل ابیب ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د نومبر پر درېيمه تل ابیب ته رسېدلی چې د غزې په جګړه کې د بشري مرستو رسولو لپاره د وقفې فشار راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراييلو ويلي چې سرتېرو يې د حماس وسلوالې ډلې له مينځه وړلو لپاره د فلسطین ترټولو لوی ښار محاصره کړی دی.

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ويلي وو چې د اسراییلو او حماس ترمینځ په شخړه کې د یو لړ لنډمهاله وقفو لارې چارې لټوي چې ورسره سم خلک له غزې تړانګې څخه په خوندي ډول ووتلای شي او سیمې ته بشري مرستې ورسي.

سپینې ماڼۍ البته یو ځل بیا په سیمه کې د بشپړ اوربند مخالفت کړی دی. د ملي امنیت ویاند جان کېربي د نومبر پر دویمه خبریالانو ته وویل چې په جګړه کې وقفې باید لنډمهالې او تر ځانګړو ځایونو محدودې وي او ټینګار یې وکړ چې هغه به اسراییل له خپلې دفاع و نه ګرځوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په غزه کې د بشري اوربند غږ کړی دی او ویلي یې دي چې وخت له لاسه د وتلو په حال کې دی.

کارپوهان وايي چې په هغه سیمه کې فلسطینیان د "توکموژنې یا نسل وژنې له لوی خطر" سره مخامخ دي.

د کارپوهانو ډلې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده چې دا "باوري شي چې هغو خلکو ته مرستې ورسي چې سخته اړتیا ورته لري." روغتیايي چارواکو ویلي دي چې پر اسراییلو د حماس د حملو په ځواب کې له تېرو شاوخوا څلورو اوونیو راهیسې پر غزې د اسراییلو په بمبارۍ کې تر ۹۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اسراییل وايي چې د حملو هدف یې ملکیان نه بلکې حماس دی او تور پورې کوي چې هغه ډله ولسي وګړي د سپر یا ډال په توګه استعمالوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG