د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو په غزه کې خپل ځواکونه نور مخکې استولي


اسراييلي پوځ د غزې دننه د خپلو عملياتو په اړه، واضح معلومات نه ورکوي.
اسراييلي پوځ د غزې دننه د خپلو عملياتو په اړه، واضح معلومات نه ورکوي.

د اسراييلو پوځ په غزه کې د خپلو ځمکنیو ځواکونو د نور پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د اکتوبر پر ۳۰مه یې خپل ځواکونه او ټانکونه د دې ښار په دوو خواو کې نور هم مخ ته ولېږل.

اسراييلي پوځ د غزې دننه د خپلو عملياتو په اړه، چې په کومو مشخصو سيمو کې روان دي او څومره ځواکونه يې پکې برخه اخلي، واضح معلومات نه ورکوي.

دې پوځ البته د اکتوبر پر ۳۰مه وويل چې يوه ښځینه سرتېرې يې خوشې کړې. اسراييلو د غزې پر وړاندې د جګړې يو نوی پړاو اعلان کړی خو د يوه بشپړ ځمکني يرغل خبره يې لا نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې اسراييلو په خپلو هوايي بمباريو کې د غزې هغه سيمې په نښه کړي چې روغتونونو ته نيږدې دي او پکې د زرګونه ناروغانو ترڅنګ لسګونه زره فلسطينيانو پناه اخيستې.

ملګرو ملتونو همدا رنګه غږ کړی چې په غزه کې دې په سمدستي توګه اوربند وشي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې مشر فیلیپ لازارېني د ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډې ته ویلي چې په سمدستي توګه اوربند کول د میلیونو خلکو د مرګ او ژوند مسله ګرځېدلې ده.

نوموړي پر اسراییلو تور پورې کړی چې فلسطیانو ته اجتماعي سزا ورکوي او عام خلک په زور بې کوره کوي.

فیلیپ لازارېني خبرداری ورکړی چې که عامه نظم نور هم خراب شو نو بیا به د ملګرو ملتونو ادارې ته که ناممکنه نه وه نو ډېره به ګرانه شي چې په غزه کې خپل فعالیت جاري وساتي.

دا له هغه وروسته ده چې فلسطینو وګړو د خوارک او نورو مرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د یادې ادارې پر ګودامونو برید کړی او هغه یې لوټلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG