د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګیس ګرانېدو خلاف د سي اېن جي پمپونو اتحادیې احتجاج کړی دی


اتحادیه وایي د ګیس ګرانېدو سره به د دوی کاربارونه وتړل شي ـ پخوانی انځور.
اتحادیه وایي د ګیس ګرانېدو سره به د دوی کاربارونه وتړل شي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د سي اين جي پمپونو اتحادیې د ګیس په نرخونو کې د زیاتوالي پرضد احتجاج کړی دی.

د پمپونو مالکانو د اکتوبر پر ۲۶مه د اتحادیې پر اعلان په ټوله صوبه کې سي اېن جي سټېشنونه د احتجاج په توګه تړلې ول. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د ګېس په نرخ کې منظوره شوې اضافه دې بېرته واخلي.

د ټول پاکستان د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشران وایي نګران حکومت د ګاډو لپاره د ګېس په نرخونو کې نېږدې ۲۰۰ فیصده اضافه کړې او دغه ګراني به یې روزګارونه ودروي.

د خیبر پښتونخوا د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشر فضل مقیم خان د خپل احتجاج پر وخت مشال راډیو ته وویل چې د پمپونو د بندیدو او د ګېس ګرانېدو له وجې به په صوبه کې د ۴۵ لکو کسانو روزګارونه اغېزمن شي.

هغه وویل "زموږ د صوبې د ګېس د ورځې پیداوار ۴۵ لکه کیوبک فټه دی او ۱۷ کیوبک فټه مو د ورځې لګښت دی، او په دغو کې څلور لکه د سي اېن جي پمپونه استعمالوي او بیا هم دلته د ګېس لوډشېډنګ وي او حکومت د سي اېن جي نرخونه زیاتوي.دوی موږ نه ګېس اخلي او پنجاب ته یې ورکوي."

دا له هغې وروسته ده چې نګران وفاقي حکومت د اکتوبر پر ۲۳مه په ملک کې د قدرتي ګیس په نرخونو کې ۱۹۴ فیصده منظوري ورکړې ده چې د نومبر له لومړۍ نیټې به عملي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG