د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان زلزله ځپلو لپاره مرستې غواړي


 د اکتوبر په ۱۸ مه زلزلې اغېزمن کړي ماشومان د هرات ښار په څنډه کې له خپلو خیمو بهر لوبې کوي.
د اکتوبر په ۱۸ مه زلزلې اغېزمن کړي ماشومان د هرات ښار په څنډه کې له خپلو خیمو بهر لوبې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د افغانستان له څه باندې یو لک زلزله ځپلو سره د شاوخوا اته مېلیونه امریکايي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

سازمان د اکتوبر پر ۱۹مه، په یو رپورټ کې ویلي دي چې په هرات او نورو ولایتونو کې له ۱۱۴،۰۰۰ زلزله ځپلو سره تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د روغتیايي مرستو لپاره پیسو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام هم د اکتوبر پر ۱۹مه په یو بیان کې وویل چې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۱۹ مېلیونه ډالرو ته ضرورت لري.

د افغانستان په جنوب او جنوب غربي ولایتونو کې د اکتوبر له اوومې څخه تر ۱۵مې پورې څلور زلزلې راغلي دي چې تر ټولو زیات زیان یې په هرات ولایت کې اړولی دی.

د ملګرو ملتونو له ارقامو سره سم، په زلزلو کې تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۲،۰۰۰ ژوبل دي. د طالبانو حکومت وايي چې په زلزلو کې شاوخوا ۲،۵۰۰ تنه وژل شوي او لسګونه زره بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG