اسراییلو له مصر سره د غزې پوله محاصره شوې تړانګې ته د اړینو مرستو رسولو په موخه پرانیستې ده.
اسراییلو د رفح پوله دوه اوونۍ مخکې د حماس ډلې تر خونړي برید وروسته تړلې وه چې له کبله یې په سیمه کې د خوراک څښاک د شیانو کمښت پیدا شوی دی.
د غزې تړانګې شاوخوا ۲۳ لکه فلسطینیان، چې ورڅخه یې نیمايي هغو خپل کورونه پرېښي، کافي خواړه نه لري او د ناولو (ناپاکه) اوبو څښاک ته اړ شوي دي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په وروستیو ورځو کې سیمې ته د سفر پر مهال له مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د رفح پولې پر پرانیستو خبرې کړې وې.
تر هغې وروسته اسراییلو ویلي ول خلکو ته خوړو، اوبو او نورو اکمالاتو د لېږد لپاره د پولې پرانیستو اجازه ورکړه.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس هیله ښوولې وه چې هغه لاره به د جمعې پر ورځ پرانیستل شي، خو هغه کار وځنډېد او اسراییلو د اکتوبر پر ۲۱مه پرانیسته.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې ټوله برېښنا پرې شوې او روغتونونه یې طبي سامانونه یې په ختمېدو او د جنرېټرونو چلولو لپاره د تېلو له کمښت سره هم مخامخ دي.
په همدې حال کې اسراییلو پر غزې هوايي بمباریو ته دوام ورکړی دی او په ځواب کې یې فلسطینیو وسلوالو پر اسراییلو راکټونه هم توغولي دي.