د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان نېشنل ګوند د صوبې مهمې لارې د احتجاج په توګه تړلې دي


اختر مینګل د بلوچستان مشهور سیاستوال او قومي مشر دی ـ پخوانی انځور.
اختر مینګل د بلوچستان مشهور سیاستوال او قومي مشر دی ـ پخوانی انځور.

بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل ډلې) د خضدار ضلعې د ناامنه وضعيت په اړه د جولای پر درېیمه نورو صوبو ته تلونکې د صوبې لويې لارې د احتجاج په توګه تړلې دي.

د ګوند د کوټې مشر غلام نبي مري مشال رېډیو ته وویل، احتجاج یې ځکه کړی چې د بلوچستان په وډه سیمه کې د ګوند مشر اخترجان مېنګل پر ضد "سازش" روان دی او د هغه د "سیاسي رول خرابولو" هڅې کېږي.

وډه د اختر مېنګل پلرنۍ کلی دی چې هلته يې له کلونو راهيسې د خپلې قبیلې له يو بل مهم کس شفيق مېنګل سره شخړه روانه ده. دواړو ډلو تور پورې کړی چې د يو بل کسان يې تښتولي دي.

شفيق مېنګل د ناقانونه بلوچ مسلح دفاع پخوانی مشر وو او دا مهال هم سياسي هلې ځلې کوي. پخوا پر شفيق مېنګل دا تور وو چې هغه په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد وسله وال فعاليتونه کول. دی د پاکستان د پخواني پوځي امر جنرال مشرف په کابينه کې شامل د وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

شفيق مېنګل اوس د جهالاوان عوامي پېنل په نوم ډله لري. د دې ډلې مرکزي غړي ندیم الرحمان بلوڅ مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان سرداري نظام په ژرنده کې عام وګړي دل کېږي. هغه د اختر مېنګل پر ګوند تور پورې کړ چې د جهالاوان ډلې پر ضد یې خلک پارولي ترڅو په ټولټاکنو کې د هغه په وینا د جهالوان ډلې مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه چې په وډه سیمه کې حالات کړکېچن دي او د خپلو ځانونو ساتنې لپاره مورچو ته ختلي دي.

خو د بلوچستان نېشنل ګوند یو بل مرکزي غړي ملک مجید کاکړ مشال رېډیو ته وویل چې اوس په هیواد کې د ټولټاکنو وخت نېږدې شوی، نو د ده په تور اېسټيبلېشمنټ غواړي چې اختر مېنګل د ټاکنو په مهال په قبایلي جګړه کې ښکېل وساتي او ووټونه یې کم کړي.

په وډه کې د روانې شخړې ضد بلوچستان عوامي ګوند نن (جولای درېيمه) د بلوڅ مېشتو سيمو ټولې مهمې لارې تړلې وې. دوی د خضدار، مستونګ، تربت، پنجګور، کوټې او نورو سيمو سړکونه د هرډول ټريفک پر مخ تړلې دي.

د اختر مېنګل او شفيق مسنګل ترمیڼخ د شخړی د هواري لپاره مذهبي او ځایي قبایلي له دواړو غاړو سره لېدلي خو هڅو يې لا نتیجه نه ده ورکړې.

په تېرو ورځو کې د شخړې د هوارولو لپاره د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو او د حکومتي غړو کمیټۍ سیمې ته تللې وه. لانګو هغه مهال خبري غونډې ته وویل چې د دواړو خواو ترمینځ اوسمهال د جګړې خطر نشته او په دې اړه ورته دواړو خواوو باور ورکړی دی.

د بلوچستان حکومت ویاندې فرح عظیم شاه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا د مېنګل قبایلو شخړه ده او صوبایي حکومت پکې ځان فریق نه جوړوي خو د شخړې د هوارولو لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG