د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي افغانستان ته د کډوالو له لېږدوونکو ګاډو مالیه نه اخلي


په کراچۍ کې یوه افغان کورنۍ هېواد ته د ستنېدو لپاره کډه باروي - انځور له ارشیفه
په کراچۍ کې یوه افغان کورنۍ هېواد ته د ستنېدو لپاره کډه باروي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، له هغو موټرو مالیه (ټیکس) نه اخلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو مالونه او کډې لېږدوي.

وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اقدام له پاکستانه ورستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو ورکولو لپاره کوي.

تر دې مخکې د افغانستان خاورې ته د کډوالو په مالونو او کډو بار لاریو ۲،۵۰۰ او وړو موټرو ۱،۵۰۰ افغانۍ مالیه ورکوله.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزارت هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري د اکتوبر تر پایه له هغه هېواده د وتلو امر کړی او وايي چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هلته اوسېدونکي بې اسناده وګړي په زور باسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یوشمېر سازمانونو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې د کډوالو له خوښې پرته دې هغوی نه ستنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG