د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونیسېف: راتلونکې لسیزه کې ۱۰۰ مېلیونه نجونه د کم عمرۍ ودونو له خطر سره مخامخېدای شي


راپور وایي په پاکستان کې هر کال د لږکیو نجونه په زور مذهب بدلولو او ودونو ته اړ کېږي ـ پخوانی انځور.
راپور وایي په پاکستان کې هر کال د لږکیو نجونه په زور مذهب بدلولو او ودونو ته اړ کېږي ـ پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ ده، د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې یونیسېف ویلي چې په نړۍ کې په راتلونکې لسیزه کې ۱۰۰ مېلیونه نجونه د کم عمرۍ ودونو له خطر سره مخامخ دي.

د انساني ازادۍ د دفاع نړیوالې ادارې (اې ډي اېف انټرنیشنل) د اکتوبر پر ۱۱مه پر خپله ووبپاڼه په یو راپور کې ویلي چې په ځانګړی توګه د افریقا او اسیا په ځینو برخو کې د مذهبي لږکیو نجونه د جبري ودونو او د دین بدلولو ته اړ کېږي.

د راپور له مخې، په پاکستان کې هر کال د مذهبي لږکیو له ۱،۰۰۰ څخه زیاتې نجونه په زور مذهب بدلولو او ودونو ته مجبورېږي.

د اې ډي اېف د اسیا څانګې مشرې تهمینې اروړا ویلي چې د پاکستان حکومت کولی شي چې د تښتونو او جبري ودونو مخه ونیسي او د واده لپاره یو عمر مشخص کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ مېلیونه نجونه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG