د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کرکټ نړیوال جام سیالۍ کې افغانستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه


راشد خان د اکتوبر پر ۱۱مه د روهېت شرما په سوځولو خوشالي کوي.
راشد خان د اکتوبر پر ۱۱مه د روهېت شرما په سوځولو خوشالي کوي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې هند افغانستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د اکتوبر ۱۱مې سیالي د دلي په ارون جېټلي نړیوال لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې وکړې. د افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۰ او عظمت الله عمرزي، په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې په لومړي ځل تر پنځوسیزې ورسېد او ۶۲ منډې یې وکړې. د هند له لوري جسپیت بومرا څلور او هردېک پانډیا دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې یې هندۍ لوبډلې له پیل راهیسې چټکه توپوهنه وکړه. د هند لوبډلمشر روهېت شرما ۱۳۱، وېرات کوهلي ۵۵ او ایشان کېشن ۴۷ منډې وکړې. د افغانستان راشد خان دوه هندي لوبغاړي وسوځول. شرما د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سيالۍ وشوې چې په لومړۍ کې یېانګلستان بنګلادېش ته په ۱۳۷ منډو ماتې ورکړه او په دويمه کې پاکستان سري لنکا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۲مه اسټراليا او جنوبي افريقا له یو بل سره لوبه وکړي.

د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۲۰مې روانې وي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG