د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وايي د عراق شمال کې یې د کردانو کارګر ګوند لسګونه اهداف ویشتلي دي


پولیس په انقره کې تر بمي چاودنې وروسته د پهرې پر مهال - د اکتوبر لومړۍ نېټې انځور.
پولیس په انقره کې تر بمي چاودنې وروسته د پهرې پر مهال - د اکتوبر لومړۍ نېټې انځور.

د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د کردستان کارګر ګوند د ۵۸ هدفونو تباه کولو دعوه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې هغې وسلوالې ډلې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په انقره کې حکومتي ودانیو ته نېږدې د بمي برید ذمه واري ومنله.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اکتوبر پر څلورمه یې د عراق په شمال کې په متینه، هاکورک، ګارا، قندیل او اسوس سیمو کې په درېیم ځل عملیات کړي دي د کردستان د کارګر ګوند ډېری وسلوال یې وژلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان د اکتوبر پر څلورمه وویل چې په عراق او سوریه (شام) کې د کردانو د کارګر ګوند او د شام د کردانو د ملېشې ټول تاسیسات "قانوني اهداف" دي.

ترکیو رسنیو ویلي دي چې د عراق د دفاع وزیر ثابت العباسي د اکتوبر پر پینځمه له خپل ترکي سیال یاسر ګولار سره د لیدو لپاره د انقرې په سفر دی.

د کردانو کارګر ګوند لا د ترکیې د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه دوو بریدګرو په انقره کې حکومتي ودانیو ته نېږدې چاودنه کړې وه چې پکې دواړه وسلوال ووژل شول او دوه پولیس سرتېري ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG