د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه کړې ده


نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی - پخوانی انځور.
نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی دی - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې پر مهال د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي چې نصیر احمد فایق د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.

اکرم وروسته تر هغه دا خبرې وکړې چې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق پاکستان د افغانستان د روانو ناخوالو مسوول وباله او ویې ویل چې "تل یې دوه ګونی چلند" کړی دی.

فایق زیاته کړه چې پاکستان له یوې خوا ځان د ترهګرۍ قرباني بولي او له بلې خوا "د ترهګرو ملاتړ او ورته لابي (له نفوذه کار اخیستل)" کوي.

د پاکستان استازي منیر اکرم د نصیر احمد فایق د دې څرګندونو په غبرګون زیاته کړه چې فایق "د افغانانو استازیتوب نه شي کولای" ځکه چې خپل "حکومت، خلک او اعتبار نه لري."

نصیر احمد فایق د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام له وخت راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشري په غاړه لري.

ملګرو ملتونو د هغه د کار دوام ته اجازه ورکړې او هغه سازمان ته یې د طالبانو د حکومت استازی نه دی منلی.

د فایق او اکرم ترمینځ دې لانجمنو خبرو پر ټولنیزو شبکو هم د ځينو افغان فعالانو غبرګونونه پارولي او د اکرم خبرې یې د افغانستان د خلکو سپکاوی بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG