د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريال معراج خالد پلار له جنوبي وزيرستانه د کډوالۍ حال بيانوي


د خبريال معراج خالد پلار له جنوبي وزيرستانه د کډوالۍ حال بيانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:41 0:00

د زليخېلو قبیلې جرګې لخوا د جرمانه شوي خبريال معراج خالد کورنۍ د سېپټېمبر پر ۲۵مه له جنوبي وزيرستان څخه په کډه کولو مجبوره شوه. خالد د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل د سېپټېمبر پر ۲۳مه یې پر ټولنیزو رسنیو لیکنه کړې وه چې د هغې پر سر د زليخېلو جرګې هغه پينځه لاکه روپۍ جریمه کړ او د نه ورکولو په صورت کې یې د هغه د کور ړنګولو پرېکړه وکړه. د کوز جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر وایي د جرګې تر پرېکړې وروسته یې هلته پولیس ځای په ځای کړي دی. نوموړی زیاتوي چې د جرګې مشرانو ته یې ویلي چې د چا کور ورانول ناقانونه کار دی نو ځکه یې اجازه نه شي ورکولی. په ډېره اسماعيل خان کې د مشال راډيو خبريال اشتياق مسيد د سېپټېمبر پر ۲۵مه شپې مهال د معراج خالد له پلار سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG