د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ککړ خوراکونه د خلکو ژوند اغېزمنوي


په خیبر پښتونخوا کې د خوړو اداره وايي، ککړه قیمه په خلکو خوړل شوي: انځور سېپټېمبر ۲۰۲۳
په خیبر پښتونخوا کې د خوړو اداره وايي، ککړه قیمه په خلکو خوړل شوي: انځور سېپټېمبر ۲۰۲۳

د خیبر پښتونخوا د محکمه خوراک چارواکي وايي، په یاده صوبه کې یې په دې وروستیو څو ورځو کې سلګونه کسان په دې تور نیولې دي چې په خوراکي توکیو کې یې میلاوټ کړی دی او په هم دې وجه یې دا کسان جرمانه کړي هم دي.

د خیبر پښتونخوا د محکمه خوراک ادارې صوبايي مرستیال ډایرکټر تسبیح الله د سېپټېمبر په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، یوه ورځ وړاندې یې د چاپې پر مهال په پېښور کې سلګونه کیلوګرامه غیرمعیاري قیمه نیولې ده.

نوموړی وايي: "په یوه کارروایۍ کې مو ۸۰۰ کیلوګرامه داسې قیمه نیولې چې پکې د ځناورو ژبې، د سرونو او پښو غوښه، د چرګانو هډوکي او نور پاتې شوني ګډ کړل شوی وو. خلک د چرګانو د هډوکو نه هم قیمه جوړوي. په تېره یوه میاشت کې مو څلور د غوښې ځایونه یا قصابۍ په همدې وجه وتړلې."

په دې انځور کې ځېنې هغه شیان ښودل شوي چې د ځېنو لپاره ښايي د خپګان یا غوسې وړ وګرځي.
په قیمه کې د چرګانو د هډونو د شاملولو راپورونه ورکړل شوي: انځور سېپټېمبر ۲۰۲۳
په قیمه کې د چرګانو د هډونو د شاملولو راپورونه ورکړل شوي: انځور سېپټېمبر ۲۰۲۳

نوموړی وړاندې وايي، په تېرو ورځو کې یې داسې اطلاع ترلاسه کړې وه چې د پېښور په رېنګ روډ د کفترو (کونترو) د منډیۍ سره په خوا کې ځینو خلکو یو کور په کرایه نیولی او صحت ته تاوان رسوونکې قیمه پکې جوړوي. هغه وايي، ټیمونه یې په داسې ځایونو چاپې وهي، خلک راونیسي، مقدمې پرې جوړې کړي، جېلونو ته یې ولېږي خو د دې باوجود هم خلک له بدو لارو نه راګرځي. هغه وايي په خوراکي توکیو کې ملاوټ کول یو قابل ضمانت جرم دی نو خلک ترې په اسانه خلاصېږي.

بل پلو، د خیبر پښتونخوا د خوراکي شیانو د خوندیتوب ادارې ډایریکټر الطاف حسین د سېپټېمبر په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، ځیني خلک په شیدو، شربتونو، د چایو په پتو، غوړو، خوراکي تېلو او په لسګونو نورو څیزونو کې غیرمعیاري شیان ګډوي او د خلکو د روغتیا سره لوبې کوي. هغه وايي: "موږ په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ۵۰۰۰ کیلوګرامو زیاته ککړه قیمه نیولې ده. همدا رنګه د ککړو شیدو، ککړو خوراکي تېلو، ککړو غوړو او ککړو مصالحو او د چایو د میلاوټي پتو خلاف روزانه کارروايي کوو."

ډاکتران وايي، د ککړو خوړو له وجې بیماران زیات شوي
ډاکتران وايي، د ککړو خوړو له وجې بیماران زیات شوي

نوموړی وايي، په مصالحو کې د لرګو بوره، په خوراکي تېلو کې د ځناورو چربي او په تورو چایو کې د چڼو پوټکي د مېلاوټ لپاره کارول کېږي. هغه زیاتوي په دې وروستیو کې ورته معلومه شوې چې ځیني خلک په کورونو کې وړې کارخانې لري چې پکې د مشهورو کمپنیو دویم نمبر مشروبات جوړوي. هغه وايي، میلاوټونه به پخوا هم کېدل خو د ګرانۍ د زیاتېدو سره دا کار نور هم زیات شوی دی.

د دغو ککړو خوراکي توکیو د استعمال له وجې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د خلکو روغتیايي حالت هم خراب شوی دی. د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون یو مسوول ډاکټر پروفیسر خالدمحمود وايي: "موږ ته د راتلونکو د هغو رنځورانو شمېر زیات شوی چې د ککړو خوراکونو د خوړو له وجې ناجوړه شوي وي. خلک د ټایفایډ په داسې بیمارۍ اخته شي چې رغېدل ترې ګران وي. د داسې خلکو په درملنه له پنځوسو تر شپیتو زرو پورې مصرف راځي."

ډاکټر پروفیسر خالدمحمود زیاتوي دا مهال د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور، مردان، چارسده، هنګو، کوهاټ او هري پور ضلعو کې د ککړو خوراکي توکیو تیارولو کارخانو ترڅنګ په چای خانو، بیکریانو او هوټلونو کې غیرمعیاري او میلاوټي څیزونه خرڅېږي او همدا رنګه د تعلیمي ادارو مخکې په سټالونو کې هم تر ټولو زیات ککړ شیان خرڅېږي.

XS
SM
MD
LG