د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین خېرسون سيمې پخوانی مشر مړ موندل شوی


هينادي لاهوتا په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه
هينادي لاهوتا په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه

د اوکراین د خېرسون سیمې پخوانی مشر هینادي لاهوتا د هغه هیواد په سر ښار کییف کې مړ موندل شوی دی.

پولیس وايي، کېدای شي دغه ۴۹ کلن پخواني چارواکي ځان وژنه کړې وي او یا هم چا وژلی وي.

هینادي لاهوتا چې پخوا د خېرسون مرستیال ښاروال وو ، د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د اوکراین د ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي لخوا د یادې سیمې د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

له هغې څلور میاشتې وروسته د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې چې روسي ځواکونو د خېرسون زیاتره سیمې ونیولې نو کهوتا کییف ته ولاړو او وروسته ولسمشر زېلېنسکي د جولای په میاشت کې نوموړی له دندې لیرې کړ.

د هینادي لاهوتا مړی د سیپتمبر پر ۱۸مه په کییف کې د موټرو له یوه ګیراج سره نیږدې موندل شوی دی. د هغه مېرمن درې ورځې وړاندې د هغه د لادرکۍ خبر ورکړی وو.

بلخوا د سیپتمبر په ۱۸مه، په دونیڅک کې د اوکراینیو او روسيو ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوې دي. له دغې سیمې د جګړې خبر له هغې وروسته مخې ته راغلی چې ولسمشر زېلېنسکي د اوکراینيو عسکرو لخوا د بخموت جنوبي اړخ ته پروت د کلېشخیووکا کلي د ازادېدو خبر ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG