د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېټالیې له اروپايي ټولنې څخه د ناقانونه کډوالو د مسلې د هواري لپاره مرسته غوښتې ده


اېټالیا وايي په وروستیو ورځو کې له شمالي افریقا څخه د ورتلونکو کډوالو شمېر لوړ شوی دی
اېټالیا وايي په وروستیو ورځو کې له شمالي افریقا څخه د ورتلونکو کډوالو شمېر لوړ شوی دی

د اېټالیې وزیراعظمې جورجیا مېلوني پر اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې د ناقانونه کډوالو د ورتګ د مسلې په هواري کې دې ورسره مرسته وکړي.

هغې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په لمپادوسا ټاپو کې د اروپايي د کمېشن له مشر اورسولا فن دېر لېین سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې اروپايي ټولنه باید ورسره د کډوالۍ چیلېنج پر وړاندې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر له ۱۱مې څخه تر ۱۴مې پورې له شمالي افریقا څخه په ۱۹۹ کښتیو کې ۸،۵۰۰ ناقانونه کډوال د پناه اخیستو لپاره د لمپادوسا ټاپو ته رسېدلي دي او دا شمېر د ټاپو له خپلې ابادۍ زیات دی.

د اېټالیا د سره صلیب ادارې ویلي دي په هغه ټاپو کې د کډوالو په ۴۰۰ مرکزونو کې اوسمهال شاوخوا ۱،۵۰۰ کډوال پراته دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، سږ کال له شمالي افریقا څخه اېټالیې ته پر لاره ۲،۰۰۰ کډوال په اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG