د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر دیر ښوونځي کې چاودنې ۳ ماشومان ژوبل کړي دي


پولیس وايي، چاودنه د بر دیر په یو ابتدايي ښوونځي کې شوې ده.
پولیس وايي، چاودنه د بر دیر په یو ابتدايي ښوونځي کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په بر دیر کې د بارودو په چاودنه کې د ښوونځي درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د بر دیر د پولیسو دفتر مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه ماشومان د دېوبندو سیمې په سرکاري ابتدايي ښوونځي کې په ټولګي (کلاس) کې ناست ول چې د یو ماشوم د کتابونو په بکسه (بسته یا بیګ) کې د پرتو بارودو چاودنه وشوه.

پولیس وايي، په پېښه کې درې ماشومان برسېرن ټپي شوي دي چې د بر دیر مرکزي روغتون ته ولېږدول شول.

پولیس زیاتوي چې پلټنې کوي چې د ماشوم په بسته کې بارود چا او ولې ایښي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG