د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت نشتر هال د سیلګرۍ وزارت ته سپاري


په پېښور کې د کلتوري مرکز نشتر هال پخوانی انځور.
په پېښور کې د کلتوري مرکز نشتر هال پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت نشتر هال (نښتر تالار) د سیلګرۍ وزارت ته د ورکولو پرېکړه کړې ده.

د اطلاعاتو او سیلګرۍ چارو نګران وزیر میا فیروز کاکاخېل د سېپتېمبر پر ۱۲مه په پېښور کې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دې کار هدف یې له هغه تالاره د کلتور او سیلګرۍ نړیوال مرکز جوړول دي.

نوموړي زیاته کړه چې د نشتر هال د پروګرامونو د لا ښه کولو لپاره د صوبې د هنرمندانو په مشوره اقدامات کوي.

په پېښور کې د مفکورې په نوم د ناحکومتي کلتوري ادارې مشر حیات روغاني مشال راډیو ته وویل، حکومت ته په کار دي چې د موسیقۍ د ودې او د هنرمندانو د ژوند ښه کولو لپاره د موسیقۍ کوڅې (میوزک سټریټ) په نوم ځانګړی لوی مرکز پرانیزي.

نشتر هال په ۱۹۸۵ز کال په پېښور کې د موسیقۍ، کلتور او د ډرامو د ودې او نندارې لپاره کې پرانیستل شوی وو. په تالار کې د ۶۰۰ کسانو د ناستې انتظام موجود دی. په لومړیو وختونو کې د نشتر هال انتظامي چارې له اباسین ارټس کونسل سره وې چې وروسته د خیبر پښتونخوا د کلتور څانګې ته وسپارل شو او اوس یې چارې د سیلګرۍ وزارت ته سپارل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG