د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیا جام کرکټ سیالیو کې نن پاکستان او هند لوبه لري


د سېپټېمبر پر دویمه د پاکستان او هند سیالي د باران له وجې بې نتيجې پای ته رسېدلې وه.
د سېپټېمبر پر دویمه د پاکستان او هند سیالي د باران له وجې بې نتيجې پای ته رسېدلې وه.

د اسيا جام د کرکټ سيالیو په لړ کې د پاکستان او هند ملي لوبډلې يو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د سري لنکا په کولمبو ښار کې هغه يو ورځني لوبه د سېپټېمبر پر ۱۰مه د پېښور پر وخت د ماسپښين پر دوه نيمو او د کابل پر دوو بجو پيل شي.

د سېپټېمبر پر دویمه د اسیا کپ اتلولۍ لپاره د سیالیو په لومړي پړاو کې د پاکستان او هند لوبه د باران له وجې بې نتيجې پای ته رسېدلې وه.

د سېپټېمبر پر نهمه سري لنکا په یو ورځنۍ سیالۍ کې بنګلادېش ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

سري لنکا لومړی بيټېنګ وکړ او په ټاکل شویو ۵۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې بنګلادېش ټوله لوبډله په ۴۹م اوور کې په ۲۳۶ منډو وسوځېده.

د اسیا جام د څلور غوره لوبډلو ترمینځ دا سیالۍ به د سېپټېمبر تر ۱۵مې پورې روانې وي او ورڅخه به دوه لوبډلې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG