د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایشیا کپ کې نن افغانستان او بنګله دېش سیالي کوي 


د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ننۍ سیالي په لاهور کې کېږي ـ پخوانی انځور.
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ننۍ سیالي په لاهور کې کېږي ـ پخوانی انځور.

د ۵۰ اووره کرکټ په ایشیا کپ کې د سېپټمبر پر درېیمه افغانستان او بنګله دېش په لاهور کې سیالي لري.

لوبه د پېښور په وخت دوه نیمې بجې پيليږي.

د سيپتمبر پر دویمه د دې سیاليوو په لړۍ کې د پاکستان او هند سیالي د باران له وجې بې نتيجې پای ته ورسېده. د سري لنکا په پاليکالې په هغې سیالۍ کې لومړی بېټينګ هند وکړ او په ۴۹ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۶۶ منډې جوړې کړي. د باران له کبله پاکستان بېټينګ ونه کړ.‌‌

د دې لړۍ په مخکنیو شويو سیاليوو کې پاکستان نيپال او سري لنکا بنګله دیش ته ماتې ورکړې ده. د پاکستان په کوربه توب، د دې کال د ایشيا کپ کرکټ څو سیالۍ په سري لنکا کې هم کېږي. د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي د اګست پر ۳۰مه، په ملتان کې وه او فاینل به یې د سيپتمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG