د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپریم کورټ وکیلانو ټولنې د ''قانون واکمنۍ'' لپاره کاربندیز اعلان کړی دی


پاکستان وکیلانو د احتجاج پخوانی انځور.
پاکستان وکیلانو د احتجاج پخوانی انځور.

د پاکستان په سپریم کورټ کې د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن) د سېپټېمبر پر نهمه په ټول هېواد کې ''د قانون واکمنۍ'' لپاره هړتال اعلان کړی دی.

د سېپتمبر پر اوومه په اسلام اباد کې د ټولنې په یوه غونډه کې وکیلانو یو قرارداد منظور کړی، چې په کې د سیاسي بندیانو د خوشي کولو، په سیاست کې د پوځ مداخلت ودرولو او د اقتصادي بحران نه د وتلو لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

پرېکړه لیک چې د ټولنې د اېګزیکټیو کمیټۍ لخوا خپور شوی، پکې په هېواد کې د ولسي واکمنۍ ملاتړ شوی او ویل شوي چې بار کونسلونه به د اساسي قانون او قانون د واکمنۍ، دفاع او ساتنې په موخه سوله ییزه لاریونونه کوي.

په قرارداد کې په پوځي عدالتونو کې د ولسي وګړو د محاکمې مخالفت شوی او پکې راغلي چې هر ولسي وګړی د عادلانه محاکمې حق لري او "پوځي عدالتونه" د عادلانه محاکمې، مناسبې پروسې او د اساسي قانون له مخې منل شویو اساسي حقونو څخه سرغړونه ده.

سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو غوښتنه هم کړې. په قرارداد کې ټینګار شوی چې هیڅ نگران حکومت نشي کولی له ۹۰ ورځو زیات پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG