د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایشا کرکټ کپ کې پاکستان او بنګله دېش سیالي کوي


 پاکستان، هند، سريلنکااو بنګله دیش د ايشيا کپ غوره څلور پړاو ته وتلي ـ پخوانی انځور.
پاکستان، هند، سريلنکااو بنګله دیش د ايشيا کپ غوره څلور پړاو ته وتلي ـ پخوانی انځور.

د ايشيا کرکټ کپ د سپر فور سیالیو په لومړي پړاو کې نن (د سیپتمبر پر شپږمه) د پاکستان او بنګله دېش سیالي کوي.

ټاکل شوې چې هغه ۵۰ اوریزه سیالي په لاهور کې د پېښور پروخت ماسپښين دوه نيمې بجې پیل شي.

بلخوا پرون د ايشيا کپ په يوې سیالۍ کې سري لنکا افغانستان ته په دوو رنزونو ماتې ورکړه او د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته يې لار پېدا کړه. د سیپتمبر پر پينځمه، په لاهور کې شوې دې لوبه کې سري لنکا لومړی بېټينګ وکړ او په پنځوس اوورونو کې یې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۱ رنزونه جوړ کړل.

افغانستان ته بل پړاو ته د وتلو لپاره دا رنزونه په ۳۷.۱ اوور کې کول وو خو د افغانستان ټول لوبغاړي په ۳۷.۳ اوورنو کې د۲۸۹ رنزونو په کولو سره اوټ شول.

افغانستان تر دې مخکې خپله بله لوبه له بنګله دیش بايللې وه. په دې توګه افغانستان او نيپال چې هغوی هم خپلې دواړې لوبې بایللې وې، له لوبلړۍ ووتل. پاکستان، هند او بنګله دیش له وړاندې، د ايشيا کپ غوره څلور پړاو ته وتلي. د دې لوبو فاینل به د سيپتمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG