د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د پرويز الهي د خوشې کولو حکم کړی


پرویز الهي د يوې مرکې په وخت ـ انځور له ارشيفه
پرویز الهي د يوې مرکې په وخت ـ انځور له ارشيفه

د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان تحريک انصاف صدر او د پنجاب پخواني وزیر اعلی پرویز الهي د خوشي کولو حکم کړی دی.

د سيپتمبر پر پینځمه د درې ايم پي او د قانون لاندې د پرويز الهي د نيولو خلاف د درخواست اورېدو په وخت د اسلام اباد هایکورټ د هغه د نظربندۍ حکم وځنډاوه او د هغه د خوشې کولو حکم يې وکړ.

عدالت پوليسو ته دا حکم هم کړی چې پرويز الهي به په کومه بله قضيه کې نه نيسي. بلخوا د الهي وکيل رسنيوو ته ويلي‌ چې تر دې مخکې لاهور هايکورټ د هغه د موکل د خوشې کولو حکم کړی وو خو پولیسو د دې حکم په سرغړونې سره هغه بیا ونيو.

د جون په لومړۍ نیټه په لاهور کې د درغلیو مخنیوي څانګې پولیسو چوهدري پروېز الهي له خپل کور سره نېږدې له ګلبرګ سيمې څخه ګرفتاره کړی وو. په هغه وخت کې د پنجاب صوبې د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير رسنیو ته ویلي وو چې پروېز الهي د درغليو په يوه قضيه کې پوليسو ته مطلوب وو او د هغه په خبره نوموړي د تښتېدو هڅه کوله. خو پروېز الهي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دا سیاسي سازش بولي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG