د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو ۲.۲ ميليونو افغانانو سره د رواني سلامتيا لپاره مرستې کړې دي


په کابل کې زده کوونکي د يونيسيف د مکتب له بکسو سره - انځور له ارشیفه
په کابل کې زده کوونکي د يونيسيف د مکتب له بکسو سره - انځور له ارشیفه

ملګري ملتونه وايي د روان کال په لومړی نیمایي کې یې په افغانستان کې د ۲.۲ ملیون افغان ماشومانو او د هغوی پالونکو ته د رواني سلامتیا په برخه کې مرستې وړاندې کړې دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق، یونیسف د افغانستان څانګې د سيپتمبر پر درېيمه، پر ایکس چې پخوانی نوم یې ټويټر دی، ليکلي چې له رواني پلوه یې د دغو ماشومانو او پالونکو ملاتړ کړی دی خو په دې اړه یې نور تفصيل نه دی ورکړی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ويلي وو چې په دې وروستیو کې د اقتصادي، ټولنیزو او نورو ستونزو د زیاتوالي له امله ډیر افغان ماشومان او ښځې له رواني ستونزو کړیږي. په تیره بیا د طالبانو لخوا له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز د میلیونونو نجونو پر رواني وضعیت ناوړه اغیز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG