د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته له کومو لارو ناقانونه مالونه وړل کېږي؟


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم لاره.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم لاره.

د پاکستان نګران حکومت وايي قاچاق یا سمګلنګ د هغه هيواد اقتصاد ته لوی خطر دی او په دې کې د ککړو چارواکو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کوي.

نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د اپرېل پر لومړۍ نېټه يلي دي چې په هيواد کې د اقتصادي بحران تر شا یوه لویه وجه قاچاق یا سمګلنګ دى.

نوموړي‌ په وزیر اعظم هاوس کې د يوې غونډې پر مهال د اقتصادي ستونزو په اړه زیاته کړې چې د ټېكس غلا او د روپۍ په مقابل کې د امریکايي ډالر لوړه بیه له سمګلنګ سره تړلې ده.

هغه تر یاده غونډه وروسته پر خپله ایکس پاڼه ليکلي چې چارواکو ته يې د سمګلنګ د مخنيوي او په دې کې د ککړو سرکاري چارواکو پرضد د سختو اقداماتو کولو امر کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې دا مهال سمګلنګ یا په قاچاقي توګه د مالونو درامد د پاکستان په کومو کومو سرحدي لارو کيږي او د پاکستان په اقتصاد د دې څه اغیز دی؟

د کويټې چيمبر اف کامرس مشر جمعه خان نورزي د سیبتمبر پر دریمه په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال د بلوچستان په چمن، باديني، تفتان او ساراوان سرحدي لارو د افغانستان او ایران نه د تازه او وچو ميوو، رختونو، کميکل او د تيلو د مصنوعاتو قاچاق تر ټولو زیات کيږي.‌

ده وویل، "که قاچاق یا سمګلنګ بند شي نو بلوچستان صوبه کې به په زرګونو خلک بې روزګاره شي، د دې صوبه تر ۴۰ فيصدي پورې خلک د سمګلنګ سره تړلي دي چې روزي يې روانه ده."

د ده په وینا، له افغانستان او ایرانه د سمګلنګ مجموعي میاشتنۍ مالي حجم د اتو نه تر لسو مليونو ډالرو پورې جوړيږي.

پاکستان ته قاچاق يوازې د بلوچستان له لارو نه کيږي بلکې د چارواکو په وينا د قبايلي سیمو له سرحدي لارو هم په ناقانونه توګه مالونه له افغانستانه پاکستان ته وړل کېږي.


د ملاکنډ چيمبر اف کامرس مشر یوسف علي د سیپتمبر پر دریمه مشال راديو ته وويل چې دا مهال په سوات او ملاکنډ کې په سوونو د سمګلنګ موټرې او ګاډی د بلوچستان له لارې د دوي سیمو ته ورځي.

ده وویل، " د افغانستان نه نور څه شیان نه راځي خو زیاتره ميوې او سبزیانې د تورخم په پوله سمګل کيږي، ګاډي سمګل کيږي خو هغه هم د بلوچستان د کوټې نه ملاکنډ ته رارسي، ملاکنډ ته دا ګاډي د چارواکو په مرسته او همکارۍ راځي د کوم ګاډي یو لک د کوم دوه او د کوم درې لکه روپۍ اخيستل کيږي."

خو چارواکو دا تورونه په بیا بيا رد کړي چې ګوندې د کسټم چارواکي په دې سمګلنګ کې لاس لري.

د ۲۰۲۳م کال د مې پر ۱۲مه د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د څیړنې او پراختیا څانګې لخوا جاري شوي رپورټ کې ویل شوي وو چې د قاچاق له امله پاکستان ته د کال دوه اعشاریه شپږ اربه ډالرو څخه ډیر تاوان رسیږي.

په دې قاچاقي توکو کې موبايل تيليفونونه ، ډيزل ، پلاسټکي خام مواد ، د موټرو پرزې ، ګادي، ټايرونه ، د فولادو شیټونه ، د چایو، پتې ، سګرټ ، ټيليويژنونه ، او رختونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG