د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېټالیا کې یو پاکستانی وګړی د خپلې لور د وژنې په تور محاکمه کېږي


د تورن کس لور په اېټالیه کې وروسته له هغې ورکه شوه چې پاکستان ته یې له ودېدو انکار وکړ ـ پخوانی انځور.
د تورن کس لور په اېټالیه کې وروسته له هغې ورکه شوه چې پاکستان ته یې له ودېدو انکار وکړ ـ پخوانی انځور.

د اېټالیا چارواکي وایي، د ۱۸ کلنې لور په وژنه تورن پاکستانی وګړی د محاکمې لپاره اېټالیا ته انتقالوي.

د تورن کس لور د ۲۰۲۱ز کال په اپریل کې په اېټالیا کې له هغه وروسته ورکه شوې وه چې په پاکستان کې یې د واده په هدف هلته له تلو انکار وکړ.

د رویټرز خبري اژانس تر مخه، شبار عباس د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پاکستان په ختیځ کې د خپلې پېغلې لور د قتل په تور ونیول شو.

د ایټالیا د عدلیې وزیر کارلو نوردیو ویلي، دا له یوه لوی جنایت وروسته د عدالت د ټینګښت په لوري ګام دی.

چارواکي وایي تورن کس له پاکستانه اېټالیا ته پر لاره دی. شبار عباس د خپلې لور وژل رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG