د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیواله څېړونکې اداره وایي پاکستان د هوا له پلوه د نړۍ څلورم زيات ککړ هېواد دی


په لاهور کې د پوکڼو خرڅونکي تر شا په هوا کې ککړتیا له ورایه ښکاري ـ پخوانی انځور.
په لاهور کې د پوکڼو خرڅونکي تر شا په هوا کې ککړتیا له ورایه ښکاري ـ پخوانی انځور.

د هوا د ککړتيا کيفيت معلوموونکې ادارې اېر کوالټي لايف انډېکس او د شيکاګو پوهنتون د انرژۍ پاليسۍ ادارې د نویو څېړونو له مخې پاکستان د هوا له پلوه د نړۍ د ککړو هېوادونو په کتار کې پر څلورم نمبر دی.

دواړو ادارو د ۲۰۲۳ز کال په اړه په خپل تازه راپور کې اټکل کړی چې د هوا ککړتیا په پاکستان کې د میشتو خلکو د اوسط ژوند کولو موده اغېزمونوي او شاوخوا څلور کاله يې کموي.

د راپور ترمخه د پاکستان په ځینو برخو لکه پېښور، لاهور، شیخوپوره او قصور کې هوا د نور هېواد پرتله ډېره ککړه ده او د هغه ځای د خلکو عمر اوسط عمر اووه کاله کموي.

په رپورټ کې راغلي چې د هوا ککړتیا په پاکستان کې د انسان روغتیا ته دویم لوی ګواښ دی او د زړه پر ناروغیو سربېره د ساه، سېنې، رواني ناروغیو او سرطان سبب ګرځي چې له امله یې د خلکو اوسط عمر کموي.

پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو ښوونکی، پروفيسر ډاکټر حزب الله جان مشال راډيو ته د اګست پر ۳۰مه وویل، د کارخانو او ګاډو د لوګو ترڅنګ د کور دننه ځینې شیان د هوا د ککړتیا سبب ګرځي. "د کور دننه د هوا ککړتيا ۱۰ چنده زياته وي. په کورونو کې موږ پر دېوالونو او چتونو رنګونه کړې وي، هغې کې يو ډېر خطرناک کيميايي عنصر کارول کېږي. هغه ته فارم ډي هايډ ويل کېږي، نو چې ساه اخلو، دا زموږ د پوزې او خولې له لارې پړپوسو (سږو) ته ځي او دا د پوزې او مرۍ د کېنسر (سرطان) سبب ګرځي."

هغه وویل د نوي راپور له مخې ککړه هوا د انسان عمر څلور کاله کموي خو دا د روغ انسان په اړه خبره ده. که یو سړی له مخکې ناروغ وي نو د هغه ژوند د ککړې هوا له کبله نېږدې ۱۰ کاله کمېږي او رنځ یې نور هم زیاتېږي.

په رپورټ کې راغلي چې د جنوبي اسیا هېوادونه د هوا له سختې ککړتیا سره مخامخ دي او بنګلادېش، هند، نیپال او پاکستان د ککړې هوا مرکز بلل شوي دي. په هغو هېوادونو کې د نړۍ څلورمه برخه انسانان ژوند کوي.

"د افغانستان ککړه هوا تر جګړې هم مرګونې کېدای شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د پېښور پوهنتون د جغرافیه او جیومیټکيس څانګې مشر او د چاپيریال پوه پروفېسر ډاکتر عطاالرحمان وایي چې د پاکستان په ښارونو کې د کلیو پرتله هوا ډېره ککړه ده او هغه ځکه چې په ښارونو کې ونې د نيشت برابر دي او پټي او نوره شينګښتي هم پکې نه وي.

نوموړي د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، "د ځمکې د استعمال قانون نه شته. د کروندې ځمکه مسلسل کمېږي. دا ډېره سنجیده مسله ده. پکار ده چې ذرعي ځمکې او شینکی سیوا کړو او موجوده ذرعي ځمکه بچ کړو. د دې اغیز پر انسان او د اوبو پر ذخیرو او خوراک هم پریوزي."

په پاکستان کې په کارخانو کې په عمومي ډول د تېلو، سکرو او طبیعي ګېس (ګاز) په ګډون داسې شیان سوځول کېږي چې انساني او حیواني صحت ته زیان لرونکي یوشمېر ګېسونه (ګازونه) تولیدوي. هغه ګېسونه نه یوازې هوا ککړوي بلکې ساینسپوهان یې د نړیوالې تودوخې لوړېدو مهم لامل هم بولي.

د پاکستان د چاپيريال ساتنې چارو وزارت پر ووبپاڼه د یو لړ تګلارو، قوانینو او اقداماتو ذکر شوی دی چې حکومت یې د چاپېریال د بدلون د مخنیوي په موخه کوي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د "پاک او شین پاکستان نوښت" په نوم یو پروګرام پرانیستی وو چې موخه یې په ښارونو کې خلکو ته د "پاکو اوبو رسولو، د نورو ونو کښېنولو او د ناولتوب یا کثافت د ختمولو" اقدامات کول ول.

دا راز، اسلام اباد د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پلاستیکي خلتو یا لفافو پر "جوړولو، خرڅلاو او درامد د بندیز" قانون جوړ کړ.

په پاکستان کې د پيپلز ګوند په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۲ز کال کې د چاپيريال ساتنې پالیسي جوړه کړه چې پکې راغلي چې حکومت به "د اوبو، کرنې، ځنګلونو، ساحلي سیمو او د بېلا بېلو قسمونو د ځناورو او بوټو د ساتنې" لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG