د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ اسيا جام لوبو لومړۍ سيالي پاکستان او نيپال کوي


د پاکستان لوبډله دا وخت د کرکټ د يو ورځنيو لوبو په نوملړ کې لومړی مقام لري ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان لوبډله دا وخت د کرکټ د يو ورځنيو لوبو په نوملړ کې لومړی مقام لري ـ انځور له ارشيفه

د کرکټ اسیا جام (اېشيا کپ) لوبې د اګست له ۳۰مې د سېپټېمبر تر ۱۷مې په پاکستان او سري لنکا کې ترسره کېږي.

د دې يو ورځنيو يا ۵۰ اووره لوبو لومړۍ سيالي به سبا (د اګست پر ۳۰مه) د پاکستان او نيپال ترمينځ د پاکستان په ملتان ښار کې کېږي. دا لوبې به د پاکستان پر وخت ماسپښين ۲:۳۰ بجې او د افغانستان پر وخت ماسپښين دوې بجې تر سره کېږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سېپټېمبر پر درېيمه د بنګلادېش پر وړاندې په لاهور کې ترسره کوي.

سږ کال د کرکټ اسيا جام کې شپږ لوبډلې لوبېږي. پاکستان، هند او نيپال په يوه ډله کې دي، او افغانستان، بنګلادېش او سري لنکا په بله ډله کې دي. له هرې ډلې به دوې لوبډلې دويم دور ته لاره پيدا کوي چې د سېپټېمبر پر شپږمه پېلېږي.

د اسيا جام پايلوبه به د سېپټېمبر پر ۱۷مه کېږي. تېر کال (۲۰۲۲ز) د اسيا جام ۲۰ اووره سياليو په پايلوبه کې سري لنکا پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG