د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اسلام اباد سره نېږدې ټرافيکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي دي


په پاکستان کې زياتره ټرافيکي پېښې د موټروانانو له بې احتياطۍ، د ګاډو تخنيکي ستونزو او د سړکونود خرابوالي له کبله رامينځ ته کېږي ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې زياتره ټرافيکي پېښې د موټروانانو له بې احتياطۍ، د ګاډو تخنيکي ستونزو او د سړکونود خرابوالي له کبله رامينځ ته کېږي ـ پخوانی انځور

د اګست پر ۲۹مه د پاکستان له سرښار اسلام اباد سره نېږدې په يوه ټرافيکي پېښه کې پينځه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.

د ژغورنې ادارې چارواکو ويلي چې پېښه د راولپېنډۍ په ټي چوک سيمه کې له زړې ټال پلازې سره نېږدې د يو وېن او ټرک ترمينځ د ټکر په نتيجه کې رامينځ ته شوه.

چارواکي زياتوي چې پېښه د تیز رفتارۍ له امله رامينځ ته شوه.

د ژغورنې ادارې د چارواکو په وینا په وژل شویو کې څلور نارینه او یوه ښځه شامل دي. بلخوا څلور ښځې او دوه سړي ژوبل شوی دي.

يو پوليس چارواکي مشال راډيو ته وويل چې وژل شوي او ژوبل ټول د يوې کورنۍ غړي دي. د هغه په وينا متاثره شوې کورنۍ په سعودي عرب کې له عمرې ادا کولو وروسته پاکستان ته راغلې وه او په ګوجرانوالا کې خپل کور ته روانه وه.

په پاکستان کې زياتره ټرافيکي پېښې د موټروانانو له بې احتياطۍ، د ګاډو تخنيکي ستونزو او د سړکونود خرابوالي له کبله رامينځ ته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG