د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هند ته د نابیناوو د نړیوال کرکټ پایلوبه کې ماتې ورکړې ده

د پاکستان او هند د نابیناوو لوبډلو ترمینځ د یوې سیالۍ پخوانی انځور.
د پاکستان او هند د نابیناوو لوبډلو ترمینځ د یوې سیالۍ پخوانی انځور.

پاکستان د نابیناوو د ۲۰ اووره کرکټ د نړیوالې اتلولۍ په پایلوبه کې هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړې ده.

د نابیناوو د نړیوالو لوبو فېډرېشن د اتلولۍ پایلوبه د اګست پر ۲۶مه د برتانیې په برمېنګهم ښار کې وشوه.

هند لومړی بیټېنګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبډلې هدف په ۱۵م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د نابیناوو د نړیوال سپورټ فېډرېشن سږنۍ سیالۍ د اګست پر ۱۸مه په برمېنګهم کې پیل شوې او پر ۲۷مه پای ته ورسېدې. په هغو سیالیو کې د کرکټ ترڅنګ فوټبال، د نښې ویشتل، شطرنج او جوډو ترڅنګ یوشمېر نورې لوبې هم شاملې وې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG