د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه ښوونځیو کې د عبایې پر اغوستو بندیز لګوي


د فرانسې د تعلیم وزیر وايي د عبایا پر اغوستو د بندیز لپاره مقررات جوړوي - پخوانی انځور
د فرانسې د تعلیم وزیر وايي د عبایا پر اغوستو د بندیز لپاره مقررات جوړوي - پخوانی انځور

د فرانسې د تعلیمي او ځوانانو چارو وزیر ویلي دي چې د هغه هېواد په دولتي ښوونځیو کې د عبایا پر اغوستلو بندیز لګوي.

هغه د اګست پر ۲۷مه د دې دلیل دا وښود چې د ځینو مسلمانو ښځو جامې د تعلیم په اړه د فرانسې د "سختو سیکولرو قوانینو" سرغړونه ده.

د تعلیم وزیر ګابریل اتل ټي اېف ۱ ټېلېوېژن ته وویل "دا به نور امکان و نه لري چې په ښوونځيو کې څوک عبایا واغوندي."

هغه زیاته کړه چې په راتلونکې میاشت کې ټولګیو ته د زده کونکو تر ستنېدو مخکې په ملي کچه په دې اړه نور تفصیلات او مقررات جوړوي.

د فرانسې ښي لاسو ګوندونو پر عبایا د بندیز لپاره فشار راوړی وو، خو کیڼ لاسي سیاسي ګوندونه وايي چې دا بنديز مدني ازادي تر پښو لاندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG