د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوتین له اشپزۍ د ملېشې تر مشرۍ: د اېوګېني پرېګوژېن ژوند ته کتنه


د پوتین له اشپزۍ د ملېشې تر مشرۍ: د اېوګېني پرېګوژېن ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:20 0:00

د روسیې د پلټنو کمېټۍ د اګست پر ۲۳مه د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د واګنر ملېشې د مشر اېوګېني پرېګوژېن مړینه تایید کړې ده. کمېټۍ د اګست پر ۲۷مه وویل چې د شخصي جېټ الوتکې پرېوتو په پېښه کې یې د ۱۰ واړه وژل شویو کسانو پېژندګلوي کړې چې د مساپرو له هغه لېسټ سره سم دی چې چارواکو مخکې اعلان کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست پر ۲۴مه د اېوګېني پرېګوژېن او نورو وژل شویو کسانو له کورنۍ سره خواخوږي وښوده. خو پر دې سربېره د روسیې چارواکو په پېښه کې د ۶۲ کلن پرېګوژېن مړینه نه وه تایید کړې او د بیړنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۳مه یوازې دا ویلي ول د هغه نوم د الوتکې د مساپرو په لېسټ کې شامل وو. پرېګوژېن پخوا له پوتین سره خورا نېږدې تعلقات لرل او د هغه متحد وو خو په جون کې یې وسلوال پاڅون وکړ. ولسمشر پوتین هغه مهال ویلي ول چې غداران به هرومرو سزا ویني. پرېګوژېن کلونه د روسیې په زندانونو کې تېر کړي ول. د هغه د ژوند په اړه د ازادۍ راډیو د خبریال صفي الله ستانکزي ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG