د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوبۍ کې پښتانه مسافر مزدوران په څه حال دي؟


په دوبۍ کې پښتانه مسافر مزدوران په څه حال دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

په دوبۍ کې مزدوري کوونکی د قبايلي سيمې يو ځوان وايي خپل هغه ماشوم یې ډير يادېږي چې نوموړي د تګ په وخت په زانګو کې پرېښی وو. د هغه په خبره زوی یې اوس ۲ کلن دی خو دی یې ليدو ته ځکه نه شي ورتللی چې لا یې هم کور ته د تګ لپاره ډېرې پیسې نه دي جمع کړي. ځيني داسې مزدوران هم شته چې په متحده عرب اماراتو کې یې له ۲۰ کلونو زیات تېر او ځوانۍ یې په مسافرۍ کې زړې کړې دي. دوی وايي که په وطن کې یې امن واي، روزګارونه به زیات وو او څوک به مسافرۍ ته نه مجبورېدل. په دې ويډيو کې ګورئ چې په لکونو پښتانه په اماراتو کې د ښه راتلونکې په امېد، په سخته ګرمۍ کې مزدوري او خرابو حالاتو کې ژوند کوي. خو ایا د دوی او کورنۍ ژوند یې ښه شوی؟ په متحده عرب اماراتو کې د پښتنو د ژوند په اړه د ويډيو پروګرامونو دا ځانګړې لړۍ بشير ګواښ جوړه کړې. هيله ده تاسو دا ويډيو وګورئ او دوستانو سره یې شريکه کړئ.

XS
SM
MD
LG